Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

الحاج محمد شاه پیمان رئیس بنیاد

Bilexperten i Tyresö AB

AAA TEST 200 copy

تصاویری از فعالیت ها مسجد

تصاویری از نماز عید فطر
تصاویری از نماز عید اضحی
تصاویری از نماز عید فطر
تصاویری از نماز عید اضحی
تصاویری از نماز عید فطر
تصاویری از نماز عید اضحی
تصاویری از نماز عید فطر
شب 27 رمضان
شب 27 رمضان
شب 27 رمضان

رهنمای حج و عمره

Haj Book 200

آداب زیارت مسجد نبوی

تلاوت قرانکدریم

Quran copy 200

آموزش نماز برای کودکان

د قرآنکریم تلاوت

noble quran per s 200

Om God på Svenska

قرآنکریم

koranflash 200

زیارت و مسجد شاه دو شمشیره

کلیپ های مسجد جامع افغانها در یوتوب

youtube 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۸

Calendar 1398 masjed.se 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Calendar 1397 masjed.se 200

ویدیو کلیپ ها در یوتوب

Video 3 200

محمد صلی الله علیه و سلم

3cc786b757677f6e854bb2ee5975ee78

محمد صلی الله علیه و سلم

محمد صلی الله علیه و سلم

2792631 55ef8e184aمحمد صلی الله علیه و سلم

حضرت محمد صلی الله علیه و سلم

0f4a9b324ce6622ef6aebe934f1d3709
حضرت محمد صلی الله علیه و سلم

عبادت الله جل جلاله‬‎

TatteredSpanishDogwoodtwigborer smallعبادت الله جل جلاله‬‎

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
02:32
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
208
نمایش تعداد مطالب
1134939

نماز تراویح

نماز ستون دین

رمضـان الـمبـارك

Home خانه

غفلت

غفلت

لیکوال : خدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »

که دې ډیر عمر په کار وي غفلت مه کړه
په ویده باندې سل کاله یو زمان دی

Said Afghani 200 « رحمان بابا »

رښتیا خبره دا ده چې غفلت د هغه او صافو ځنې دی چې په انسان د ډیرو سختو مشکلاتو او پریشانیو سره مخامخ کوي.

پوه او کمال کار او عمل شهرت او اعتبار د دنیا او آخرت سعادت او اجتماعي او اخلاقي او ادبي او سیاسي نهضت دی. ټولو ترقیاتو او افتخاراتو ځنېې سړی یو قلم محروموي.
هـو: کوم هغه اشخاص چې هرڅه ځنې غافله وي که څه هم سا او روح په کې ښکته او پورته کیـږي لیکن په واقع کې دمړو او یالیونو په حساب دی. ځکه چې ژوند د حرکت نوم دی او ژوندی به همیش لاس او پښې خو ځوی او په خپل صحیح فکر او تعقل به د حیاتي مشکلاتو سره لاس په ګریوان او د خپلې جامعې او د وطن دکټې او فایدې د پاره په هڅه لري.

 زمونږ دین او شریعت بشرته د سعی، کار او عمل، درس او رغبت ورکوي او دغفلت او ځانله په کنج او صومعه کې کیناستلو او د وخت تیرولو ځنې نهی او منع کوي. الله جل جلاله فرمایي « لیس لا انسان الا ماسعی »د انسان د سعادت، ترقي او تعالي د پاره هیڅ کوم سبب بې د سعی او زحمت کاللو ځنې نشته دی.

ددې آیت کریمه په معنیٰ کې چې سړی دقت او تعمق کوي نو ددې مطلقې نفی ځنې چې په کلمه (لیس) سره راغلی دا معلومیـږي چې انسان به هیڅ رنګه افتخارات او نیک مرغی بې د سعی ځنې په غفلت سره لاس ته نشي راوستلی او د حضرت انسان وظیفه هم داده چې د خپلو مشکلاتو دحل د پاره او د حیات د صحنې د لوړوالې او ښه توب له امله به د ژوندانه یو دقیقه اوثانیه بیکاره نه پریږدي.
هو د ژوندانه هر دقیقه او ثانیه د آلماسو ځنې زیات قیمت لري او د ژوندانه هره کړی د اجتماعي خدمت د پاره مساعده ده او په کې کیدلی شي چې سړی خپل قلبی روابط دحق پرستی سره محکم کړي او ناجایزه اقتضاآتو سره په کې مجادله وکړي.
سړی باید خپل قیمتی وخت په لهو او عبث تیرنه کړي، ځکه د ژوند هره لحظه چې تیره شوه نو لاړه بیرته نه معادیـږی.
همدا وجه ده چې پوهان خپل قیمتي وقت ته زیات اهمیت ورکوي او په هیڅ ډول غفلت روا نه کڼي. نن کوم هغه جوامع چې مخ په ترقی روا نی دي. دوی د ژوندانه په معنی او حقیقت پوه شوي او د غـفـلت سره سخته مجادله کوي او د تنزل اسباب او مبادی او دغفلت علل او مناشی پیژنی او پوهان یی د تنزل د مرض د تعیین او تشخیص د پاره کار کوي او ددې مهلک مرض د قلع او قمع د پاره مخ په وړاندی ځي.
هو نن د دنیا پوهان په غافلو اشخاصو کې د کار او عمل روح پوکوي او استعدادونو په تربیه او علم او پوهې سره ظهور او بروز راولي.
د غفلت د مجادلې په لړ کې د اسلام د تاریخ زرینې پاڼې سړي ته د کار او عمل دوا په یاد وي او په کې د ترقي او تعالي د پاره غټ علت د غفلت سره مجادله ویني.
هو مسلمانانو به ایثار او قربانی د غفلت او جهل په مقابل کې کولی او په ژوندانه کې د دوی عالي مقصد همداوي چې خلک د حقیقت په رڼا منور کړي.

اوس به رایشو دیته چې غفلت څنګه پیدا کیږي؟ د دې دا ځواب دی چې دا مرض د عیاشی او ځان ځاني او د خدای پاک د هیرولو او په خپل ځان غـره کیدلو ځنې پیدا کیـږي.
ځکه کوم هغه اشخاص چې له اندازې زیات عیاش شي او ټول فکر یې په خوړلو او اغوستلو او خوب کولو او د خپل استراحت په شا او خواکې مصروف وي او ددې غم نکوي چې خوړل او څکل او اغوستل او خوب او استراحت چې دوام او بقیٰ پیدا کوي. هلته چې په وطن کې څه وي او څه پیدا شي او په قوم او وطن او جامعه کې قوت او طاقت د ساتنې موجود شي او په محیط کې یو تر بله د نورو حیات او ژوند د ځان د حیات او ژوند دپاره علت او سبب وګڼي او که با لعکس په یوه جامعه او ټولنه کې خلک ټول په ځان مین او غره وي او هر چاته خپل عقل، فکر، کار، عمل، زور، قوت او طاقت د هر چا ځنې ښه قوي او محکم ښکاره کیـږي او نور مخلوق ورته حیوان او څاروي معلوم شي نو دلته دا سړی د غفلت په یو طوفاني بحرکې ننوځي او دهلاکت سره مخامخ دی. که سړی سره دټولو اصلاحاتود خدای پاک ځنې غافله شي نو معلومیږي چې دا شخص په واقع کې ښه سخت په غافلیدودی. هو خپل ځان تری هیر دی خپل خالق نه پیژني حقیقت دا دی چې پوه سړی باید د دې رنګ خلکو په جل او بل تیر نه وځي.
پوهان د خپلو تجربو او د تاریخي حقو، معلوماتو په اثر په پوره یقین او تیقن د داسې خلکو جل او بل چې د خدای پاک د عبادت ځنې غافل دی د هلاک او خسران سره مخامخ ویني د غفلت سره به اساسی مجادله په څه شانې وشي.
د دې پوښتـنې ځواب زما په عقیده دادی د غفلت سره اساسي مجادله په محکم عزم او پوره میـړانې او په اخلاقي رنګ او د روحیاتو په پیژندنه او د جامعوی امراضو په تشخیص او د پوهانو په مرسته او کامل ثبات دا ټول چې د خدای پاک د ارادې سره یو ځای شي هلته نو سړی کولی شي چې په جامعه کې د حقیقي ژوند روح پو کړي او دغفلت سره اساسي مجادله وکړي.

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

You have no rights to post comments

اساسنامه مرکز اسلامی افغانها در سویدن

Masjed Logo 1 200

اساسنامه مرکز اسلامی افغانها

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 44 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

آداب زیارت مسجد نبوی

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مولوي محمد ياسين فهيم

reshtini momen b 200

نـكاح در اسلام

Nekah Dar Islam 200

آداب جـــنـازه

adabe jenaza m 200

وب سایت اهل سنت و جماعت دری

مناسک الحج و العمرة

Parjalanan Haji A Guide To Hajj And Umra

مناسک الحج و العمرة

د ښاغلۍ الحاج امــیـن الـدیــن سعیدی کتابونه او اړوند نور مطالب

ترجمه وتفسیر « احمد » ـ جزء سی‌ ام (30 )

Harameny - تاریخ الحرمین

Harameny Mekke & Medine
تاریخ الحرمین

حضرت محمد ص

mohammad 200

مولوي محمد ياسين فهيم

janat wopezanai 200A

کتاب های اسلامی

books all

کتاب های اسلامی دری

کتاب های اسلامی دری

Sheikh Muayqali - الشيخ المعيقلي

imagescayr 200

Sheikh Muayqali

تلاوت قرآنکریم الشيخ المعيقلی

مساجد مسلمانان در جهان

مسجد نبوي

د کوالالامپور جامع مسجد مالیزیا

الله جل جلاله‬‎

giphy 4

الله جل جلاله‬‎

لا اله الا الله محمد رسول الله

2fbae5e84eaa7742effe33482ac3e2b7
لا اله الا الله محمد رسول الله

لا اله الا الله محمد رسول الله

FlawedSpiffyDrongo max 1mbلا اله الا الله محمد رسول الله

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.masjed.se مسجد آنلاین

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.masjed.se All Rights Reserved.