Home خانه

!دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه

دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه!

کابل، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر

Naim Kabul 400دا کورنۍ د ارزان قیمت د پل شينه په سیمه کې، په یو تش په نوم کور (سرپنا) کې ژوند کوي.
ذهیر،خوار او مظلوم بابا خپل مالي ګټونکی اتلس کلن زوی په لوګر کې په یوه چاودنه کې له لاس وکړی او د شپږ کالو راهیسې، دی او مېرمن یې په کابل د خپلو وړو ماشومانو د ساتلو او بقا لپاره خیر ټولوي. 
د بابا یو وړوکی ګولالی زوی د سرطان ْپه ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته ویلي: چې هره میاشت باید ۵۰۰ سي سي وینه ورته بدله شي... خو بابا راته په ژړغونکي غږ وویل: د وینې د اخستلو توان یې نه لرم، شفاخانو ته ځم او په سوال خپل زوئ ته وینه غواړم. ترڅو ژوند یې وژغورل شي.

ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!