Home خانه

!د هېوادونو پر اساس د روژې د اوږدوالي ساعتونه

د هېوادونو پر اساس د روژې د اوږدوالي ساعتونه!

Roza 200سبا ته په مسلمانه نړۍ كې د روژې د مباركې مياشتې لومړۍ ورځ ده. د شمسي نظام پر اساس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د روژې د نيولو ساعتونه توپير لري.  د دوبي په موسم كې د روژې د را رسېدلو له امله د ځمكې په شمالي نيم كره كې د روژې نيولو ساعتونه د جنوبي نيم كرې په پرتله اوږده دي.
پدې لړ كې په تركيه كې د استانبول د ساعت پر اساس د ورځنۍ روژې وخت نږدې ۱۸ ساعته دوام كوي. دا په داسې حال كې ده چې د كابل پر ساعت په افغانستان كې بيا دا وخت تقريباً ۱۶ ساعتونه دى.
په نړۍ كې تر ټولو اوږده روژه د ډنمارك د هېواد پورې اړوند د ګرونلنډ په خودمختاره سيمه كې چې د شمالي نيم كرې په شمال كې موقعيت لري، نيول كيږي.  پدې سيمه د ورځنۍ روژې موده ۲۱ ساعتونه ده.
په همدې ترتيب د سويډن په پلازمېنه سټاكهولم كې ۱۹ نيم ساعتونه دوام كوي.

 د روسيې په پلازمېنه مسكو كې ۱۹ ساعتونه دوام كوي.

د انګلستان په پلازمېنه لندن او د قزاقستان په پلازمېنه آستانه كې ۱۸،۵ ساعتونه دوام كوي.

په ټورنټو او پاريس كې ۱۷ نيم ساعتونه او د چين په پلازمېنه پيكن كې ۱۶ نيم ساعتونه دوام كوي.

په رياض او دوحه كې ۱۵ ساعتونه او د مالېزيا په پلازمېنه ۱۳،۵ ساعتونه دوام كوي.

د برازيل په پلازمېنه ساوپاولو او د اندونېزيا په پلازمېنه جاكارتا كې ۱۳ ساعتونه دوام كوي.

د آستراليا، جنوبي افريقا او زېمبابوې د هېوادونو د پلازمېنو پر وخت ورځنۍ روژه يواځې ۱۲ ساعتونه دوام كوي.

په نړۍ كې تر ټولو لنډه روژه بيا د چيلي په هېواد كې نيول كيږي. پدې هېواد كې د ورځنۍ روژې اوږدوالى يواځې ۱۰ ساعتونه دى.

Roza 380