Home خانه

دفرهنگي شخصیت فضل الرحمن «فاضل» بل فضیلت

دفرهنگي شخصیت فضل الرحمن «فاضل» بل فضیلت

Najem 1 200 د مصر په عربي جمهوریت کې دافغانستان لوی سفیر، عالم، دانشمند او فاضل شخصیت جناب فضل الرحمان « فاضل » دافغانستان د سفارت د نشراتو په سلسله کې دادی 118 جلد کتاب هم له چاپه ووته .
معزز سفیر د نورو ديپلوماتیکو او فرهنګي رسایلو تر څنګ بل علمي ابتکار وکړ اود غازي او ستر مجاهد «  مولانا نجم الدین آخند زاده» د « النجم په هنداره کښې »،کتابې یې چا پ او لو ستونکو ته وراندې کړ.
جناب فضل الرحمن «فاضل»چې دعلم او پوهې عالي شخصیت دی ددغې رسالې ترڅنګ نور علمي کتابونه هم چاپ ته رسولي دي.

د فرهنګي شخصیت فضل الرحمن فاضل بل فضیلت د کتاب د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 دغه رساله « دالنجم »  هغی جریدی نه اخستل شوی کوم چې د مولانا دکتور سعید افغانی ۶۰ کاله مخکی کله چی دنجم المدارس مدیر وو د هغه وخت د امکاناتو په نظر کې نیولو سره د یو ستر نوښت او ستر فرهنګي ابتکار په توګه د خپلو محصلیونو او شاګردانو د علمي او سیاسي پوهې د لوړولو په موخې نشروله. 

دې نشريې کې د علمي مسایلو پرته د ادارې او مدرسې امورو او تنظيم کې په مدرنو اصولو برابر د شاګردانو نظریات او وړاندیزونه هم خپریدل چې یو ‌‌‌‌‌‌وخت د معیارونو په نظر کې نیولو سره یو ډېر عالی ابتکار وه .
زه او د حق د لارې د مرکز علمي شوراء د محترم « فاضل صاحب» ددغه علمي ابتکار نه مننه کوو او ورته د الله (ج) له درباره ليا برياوې استدعا کوو.
 په دې توګه ګران لوستونکی دهغه لوستولو ته دعوتوم . امین الدین سعیدی