Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ جومات جوړوي

د پیمان خیریه بنسټ جومات جوړوي 

د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتودفتر
سه شنبې د تلې ۱۸ مه

Masjed Mogholkhel 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په کلي کې د ویس قرني په نوم جومات ته د ودانۍ جوړېدو کار د یوې غونډې په ترڅکې پیل شو.
د یاد جومات د کار پیلېدو په مراسمو کې د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، په محمدآغې ولسوالۍ کې د دغه خیریه بنسټ د ساحوي دفتر مسوول صفي الله یوسفزي، د مغلوخیلو د کلي دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا، د لمونځ کوونکو لپاره د ښه چاپیریال برابرولو او د ثواب د تر لاسه کولو لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلی الحاج سلیم عابد پیمان او د نوموړۍ د وروڼو په شخصي پانګې جوړوي.

د ویس قرني جومات په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د ۴ سوه لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.

د نورو انځورونه د کتولو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

  د دې جومات په جوړېدو سره د مغل خیلو او شاوخوا کلیو اوسیدونکو ته به د لوی خدای (ج) د عبادت کولو لپاره لازم چاپیریال برابر شي.

د مغل خیلو د کلي دیني عالمان، قومي مشران او عام خلک د دغه جومات په جوړېدو خوښي ښیي او دا له ثواب څخه ډک کاربولي.  

جومات یو مقدس ځای دی ، چې د دې ځای څخه خلکو ته د الله (ج) د عبادت ناره او بلنه ورکول کیږي، جومات د الله (ج) د عبادت ځای دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله (ج) د رضا لپاره جومات جوړ کړي نو لوی خدای (ج) به د ده لپاره په جنت کې یو کور (ماڼۍ) جوړه کړي.

د یادو مراسمو په پای کې د مغلو خیلو د کلي اوسیدونکو د پیمان خیریه بنسټ مشر الحاج سلیم عابد پیمان ته دعاوې وکړې او د لوی خدای (ج) له دربار څخه یې نوموړي ته د لوړو اجرونو او ثوابونو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ له دې مخکې هم یو شمېر جوماتونو، ښوونځیو او کلیو ته د اوبو څاه ګانې جوړې کړې دي.