Home خانه

الحاج محمد رحیم همت په دریو کالو کې قرانکریم په لاس لیکلی دی

الحاج محمد رحیم همت په دریو کالو کې قرانکریم په لاس لیکلی دی

Quraan 400 د میدان وردګو والي الحاج انجنیرځنډي ګل زماني د محمد رحیم همت د کړي نیک کار قدردانی وکړ او الحاج محمد رحیم همت د والي زمانی سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.
محمد رحیم همت د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د انبوخاک سیمې اوسیدونکو دی، چې د دریو کالو په موده کې په خپل قلم قرانکریم لیکلی دی.
هغه وايي، چې قرانکریم یې پخپل قلم لیکلی دی او غواړي، چې چاپ شي؛ څو یې د نورو لخوا لوستلو سره ده ته هم ثواب ورسیږي.

د میدان وردګو والي زمانی د الحاج محمد رحیم د کړي نیک اقدام ستاینه وکړه او هغه ته یې ددې ښه اقدام اجر له الله ج څخه غوښتنه وکړه.
والي زمانی همدا راز وویل، چې د قرانکریم د چاپ برخه کې به هم همکاري وکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ته یې دنده وسپارله، چې په لاس د لیکل شوي قرانکریم یوه کاپي د لیکونکي بیوګرافي سره عامه کتابتون کې هم وساتي.

Quraan 2 400Quraan 3 400Quraan 1 400

درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر