Home خانه

له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه

له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه

کابل، د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر، سه شنبې، غبرګولي ۱۵ مه

Kabul 4 400د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د پیمان خیریه بنسټ دا ځل د کابل ښار له یوه فلج شوي سړي سره چی د ګن شمیرکوچنۍ ماشو مان پلار دی، د خوراکي توکو مرسته وکړه. 
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.
په دې مرسته کې یاد فلج شوي سړي ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، یو کیلو شین چای، نیم بوره او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د خوراکي توکو دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د یوه تن کارکوونکي محمد شریف له لوري یاد ناروغ پلار ته ور وسپارل شول.

 یاد پلار جان څه موده مخکې فلج شوی او اوس د ورپېښې ناروغۍ له امله په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.